IQNA

د مصر  د یوې کورنۍ ۷خوئيندې او وروڼه د قرآڼ په بشپړ حفظ کولو کې بریالی شوی دي

8:26 - December 30, 2023
د خبر لمبر: 3488494
 ایکنانیوز – د مصر په یوې کورنۍ کې  ۷خویئندې او وروڼه  دخپل مور او پلار په ملاتړ سره بریالی شوي څو ټول قرآن کریم حفظ کړي.

ایکنانیوز  د الوطن له قوله راپور راکړ، سعد محمد سعد عیسی او دهغه دوه وورڼه سعید اوعبدالعزیز،د مصر د قرآن د نړیوالو سیالیو په دیرشم پړاؤ کې  د؛ قرآنی کورنۍ ؛ په څانګې کې لومړنی مقام ترلاسه کړ.

سعد محمد سعد عیسی  ددغه ارزښتمند مقام د ګټلو په باب وائي، مونږ  اوه خوئيندې وروڼه یوو چې  سره له دې چې زمونږ مور پلار یوازې لومړنۍ زده کړې لري،ټول بریالي شوي یوو، څو ټول قرآن ریم حفظ کړو.

هغه ووئيل، دمونږ مور او پلار ډير لیواله وو چې بچیان ئې دقرآن حافظان شي، پر دې اساس زه او زما وورڼو او خوئيندو ټولو په الازهر کې زده کړې  کړي او توانیدلي یوو چې د وحي کلام په بشپړډول حفظ کړو.

سعد په دوام کې دې ته په اشارې سره چې  هغه د مصر د سکندریه ولایت د اوقافو ادارې  خطیب او امام دی، ووئيل،  دوه نور وروڼه مو یعني سعید اوعبدالعزیز هم د مصر د اوقافو وزارت خطیبان دي.

هغه د مصر د قرآڼ د نړیوالو سیالیو  په دیرشم پړاؤ کې د هغه او دهغه د وروڼو له خوا د قرآني کورنۍ د څانګې د لومړۍ مرتبې د ګټلو په باب ووئيل، د قرآني کورنۍ ورتبه ګټل باندې مونږ ډير خوشاله یوو او له خداوندمتعاله غواړو،زمونږ بچیان هم  د دغې قرآنی کورنۍ ساتونکی شی او  هغوي اوس سره له دې چې کم سن دي ، البته د وحي دکلام د حفظ په لاره کې ئې ګامونه پورته کړي دي ،هماغه شان چې د مونږ مور او پلار د مونږ دقرآڼ له حفظ کونې سره ډيره ګروهنه درلوده، مونږ به هم  له خپلو بچیانو سره دغې لارې ته  دوام ورکړو.

سعد همداراز  دمصر قرآني فعالانو ته ددغه هیواد دولمسشر د ځانګړي اهتمام هم قدرونه وکړه او ددغه هیواد د قرآڼ د نړیوالو سیالیو په ترسره کولو او د قرآني کورنۍ د څانګې د جایزې تر پنځه لکه مصري پونډو پورې دجایزې په زیاتولو کې ئې د مصر د اوقافو د وزارت ستاینه هم وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4190542

 

captcha